د حج مراسم
لکه هر کال سږ هم په میلیونونه کسان سعودي کې حج ته تللي دي. زرګونه افغانان هم په کې دي.
حاجیان نن د عرفات غونډۍ ته تللي. په تېرو څو کلونو کې افغان حاجیانو شکایت درلود چې الوتکې یې پر وخت نه وې، د اوسېدو ځای یې سم نه و.
خو سږ کال څه حال دی؟ ايا دا ستونزې حل شوي دي؟
اریا احمدزۍ له کابله نور حال راکوي.