سوريه کې اوربند
امریکا او روسیې هوکړه کړې چې سوریه کې به د "اسلامې دولت" نومې ډلې پر ضد خپل هوايي برِيدونه همغږي کوي.
دا يې د هغه تړون یوه برخه ده چې غواړي دلته تاوتریخوالي کم کړي.
دوشنبې (۱۲ سپټمبر) سوريه كې په ملي کچه اوربند پيلېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې وايي که دا تړون پلی شي نو کولی شي د سوریې د راتلونکې په اړه سیاسي خبرو اترو ته لار پرانېزي.