د افغان فوټبال نجونو لوبډله
افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې د غوره لیګ سیالیو ته په تیارۍ لګیا دى.
لا تراوسه د غوره لیګ سیالیو نیټه جوته نه ده.
په افغانستان کې له تېرو پنځو کلونو د سړو فوټبال ليگ سيالۍ کېږي خو د نجونو دغه ډول لوبې تر اوسه نه دې شوې.
ځینې لوبغاړې چې په ملي لوبډله کې لوبېږي بهرنیو هېوادونو کې د سیالیو لپاره چمتوالی کوي، د نجونو د فوټبال ځينې تمریني سیالۍ له تېرو څو ورځو کابل کې روانې وې.