زلزله: ايټاليا کې وير
ایټالیا کې د هغو سلګونو کسانو په یاد چې د چارشنبې ورځې په زلزلې کې وژل شوي وو نن د ویر ملي ورځ ده.
د دغه هېواد ولسمشر او لومړی وزیر به د ځينو قربانیانو دجنازو په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغې زورورې زلزلې تر ۲۸۰ ډېر کسان ووژل او نژدې ۴۰۰ یې ټپیان کړل.
د ژغورنې عملیات لا هم روان دي خو تمه نه کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان به وموندل شي.