د عکسونو البوم: ایټالیا کې زلزله

ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې ګڼ کسان ووژل او لسګونه نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.

 ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې ګڼ کسان ووژل او لسګونه نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې ګڼ کسان ووژل او لسګونه نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.
په دې زلزله کې یوه ډېره ځپل شوې سیمه اماتریس ښار دی، چې ښاروال یې وايي:" نیم ښار له منځه تللی."

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په دې زلزله کې یوه ډېره ځپل شوې سیمه اماتریس ښار دی، چې ښاروال یې وايي:" نیم ښار له منځه تللی."
دغه ښار ته نژدې اکومولي مېنه کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ غړي د خپل کور په کنډواله کېدو کې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، دغه ښار ته نژدې اکومولي مېنه کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ غړي د خپل کور په کنډواله کېدو کې مړه شوي دي.
زلزله له روم ۶۵ میله لرې په شمال ختیځ کې شوې، خو د پلازمېنې ودانۍ یې هم تر ۲۰ ثانیو پورې خوځولې دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، زلزله له روم ۶۵ میله لرې په شمال ختیځ کې شوې، خو د پلازمېنې ودانۍ یې هم تر ۲۰ ثانیو پورې خوځولې دي.
زلزلې اماتریس ښار ډېر وران کړی چې له امله یې څو کسان مړه دي او له کنډوالو لاندې شویو خلکو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، زلزلې اماتریس ښار ډېر وران کړی چې له امله یې څو کسان مړه دي او له کنډوالو لاندې شویو خلکو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
پولیسو ویلي د پیسکارا دل ټرونټو کلي دوه اوسېدونکي وژل شوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، پولیسو ویلي د پیسکارا دل ټرونټو کلي دوه اوسېدونکي وژل شوي.
د ښار اصلي کوڅې ورانې شوې او د بېړنیو پېښو کارکوونکي هڅه کوي له کنډوالو لاندې شوي خلک وژغوري.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ښار اصلي کوڅې ورانې شوې او د بېړنیو پېښو کارکوونکي هڅه کوي له کنډوالو لاندې شوي خلک وژغوري.
چارواکي خبرداری ور کوي چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، چارواکي خبرداری ور کوي چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوي.
د اماتریس ښاروال سرګيپروزي د ایټالیا دولتي رادیو ته ویلي"ښار ته راغلي سړکونه تړل شوي، نیم ښار له منځه تللی دی، خلک له کنډوالو لاندې شوي، ځمکې ښویېدلې، ممکن پل هم غورځېدلی وي."

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د اماتریس ښاروال سرګيپروزي د ایټالیا دولتي رادیو ته ویلي"ښار ته راغلي سړکونه تړل شوي، نیم ښار له منځه تللی دی، خلک له کنډوالو لاندې شوي، ځمکې ښویېدلې، ممکن پل هم غورځېدلی وي."
د ولسي خوندیتوب څانګې مشر دا زلزله په اکویله ښار کې د ۲۰۰۹ کال له زلزلې سره پرتله کوي چې ۳۰۹ کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ولسي خوندیتوب څانګې مشر دا زلزله په اکویله ښار کې د ۲۰۰۹ کال له زلزلې سره پرتله کوي چې ۳۰۹ کسان پکې ووژل شول.
چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې د زلزلې د نورو ټکانونو د امکان خبرداری هم ور کوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې د زلزلې د نورو ټکانونو د امکان خبرداری هم ور کوي.
لزلزلپوه اندریا ټرټولینیه وايي، باوري ده چې نور ټکانونه به هم وي، خو شدت به یې کم وي." خو دا هم له پامه نشم غورځولی چې د لومړنیو ټکانونو په څېر به ممکن نور ټکانونه هم وي."

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، لزلزلپوه اندریا ټرټولینیه وايي، باوري ده چې نور ټکانونه به هم وي، خو شدت به یې کم وي." خو دا هم له پامه نشم غورځولی چې د لومړنیو ټکانونو په څېر به ممکن نور ټکانونه هم وي."
د ایټالیا د صدراعظم دفتر وايي چې سختو ځپل شویو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ایټالیا د صدراعظم دفتر وايي چې سختو ځپل شویو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.
ځینې ودانۍ په ۲۰ ثانیو لړزې کې ویجاړې شوې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ځینې ودانۍ په ۲۰ ثانیو لړزې کې ویجاړې شوې