په لمريزې انرژۍ چلېدونکی ډرون
فېسبوک هيله لري د نړۍ تر ټولو لرې سيمو کې هم د انټرنېټ پياوړی تماس جوړ کړي.
د ټولنيزې شبکې دا لوی شرکت پلان لري د يو داسې ډرون په کارولو چې په لمريزه انرژۍ سمبال دی، ميليونونه افريقايان انټرنېټ ته ور وکاږي.
دې ډرون خپله لومړۍ ازمويښتي الوتنه پيل کړې.