عکسونو البوم: د کابل خونړۍ بريد

افغان پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو له خوا له ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزو عځولو پر لاريون خونړي بريد کې لسګونه تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپيان دي. دوی دغه لاريون د سالنګ پرځای دباميانو له لارې د مزو غځولو په اړه کړی و. "اسلامي دولت" ډلې يې پړه منلې.

افغان پلازمېنه کابل کې پر لاریون د بريد له امله لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې لاريون کوونکي او امنیتي ساتونکي شامل دي.
د عکس تشریح، افغان پلازمېنه کابل کې پر لاریون د بريد له امله لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې لاريون کوونکي او امنیتي ساتونکي شامل دي.
د افغانستان کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه پېښه کې درې بريدګر شامل وو، لومړی چاودنه کړې، دوهم نه و توانېدلی چې چاودنه وکړي او درېيم د پوليسو له خوا ويشتل شوی و.
د عکس تشریح، د افغانستان کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه پېښه کې درې بريدګر شامل وو، لومړی چاودنه کړې، دوهم نه و توانېدلی چې چاودنه وکړي او درېيم د پوليسو له خوا ويشتل شوی و.
پلازمېنه کابل کې د هزار لږکيو له خوا له ترکمنستانه د برېښنا مزو د لارې بدلو په تړاو لاريون شوی و.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، پلازمېنه کابل کې د هزار لږکيو له خوا له ترکمنستانه د برېښنا مزو د لارې بدلو په تړاو لاريون شوی و.
دوی غواړي چې د برېښنا مزې دې د سالنګ پر ځای له باميانو ولايته وغځول شي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، دوی غواړي چې د برېښنا مزې دې د سالنګ پر ځای له باميانو ولايته وغځول شي.
په لوی شمېر امنیتي ځواکونه د دې لاريون د امنيت خوندي کولو لپاره ګومارل شوي وو خو د دې سربېره هم دلته خونړۍ پېښه وشوه چې لسګونو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په لوی شمېر امنیتي ځواکونه د دې لاريون د امنيت خوندي کولو لپاره ګومارل شوي وو خو د دې سربېره هم دلته خونړۍ پېښه وشوه چې لسګونو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
په دغه لاريون کې د نارينه وو سربېره يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په دغه لاريون کې د نارينه وو سربېره يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و.
کابل کې د امریکا سفارت د دغه سوله ییز لاریون پر مهال د بې ګناه وګړو په منځ کې د لسګونو کسانو وژل په کلکو ټکو غندلي دي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، کابل کې د امریکا سفارت د دغه سوله ییز لاریون پر مهال د بې ګناه وګړو په منځ کې د لسګونو کسانو وژل په کلکو ټکو غندلي دي
تر دې وړاندې د مې مياشت کې هم په کابل کې د هزاره توکمو له خوا په دې تړاو لسګونه زره راغونډ شوي وو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، تر دې وړاندې د مې مياشت کې هم په کابل کې د هزاره توکمو له خوا په دې تړاو لسګونه زره راغونډ شوي وو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د پېښې ټپیان د دارالامان په سړک استقلال روغتون ته د پوځیانو په موټرو کې لېږدول شوي. حکومت تېر ماښام د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د پېښې ټپیان د دارالامان په سړک استقلال روغتون ته د پوځیانو په موټرو کې لېږدول شوي. حکومت تېر ماښام د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د لاریونیانو منځ کې برید غندلی دی. ولسمشر غني ټولو بنسټونو او دولتي چارواکو ته امر کړی چې د ملي امنیت او سردار محمد داود خان روغتونو په څېر مجهزو روغتونونو د ټپیانو په لېږدولو او درملنه کې خپل ټول امکانات وکاروي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د لاریونیانو منځ کې برید غندلی دی. ولسمشر غني ټولو بنسټونو او دولتي چارواکو ته امر کړی چې د ملي امنیت او سردار محمد داود خان روغتونو په څېر مجهزو روغتونونو د ټپیانو په لېږدولو او درملنه کې خپل ټول امکانات وکاروي.
ويل کېږي چاودنه د افغانستان دغه بیرغ او چترۍ ته څېرمه شوې وه. په موبایل اخیستل شوې وېډیوګانې ښيي چې دغه بیرغ په میدان کې پاتې دی او خلکو ترې شاوخوا منډې وهي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ويل کېږي چاودنه د افغانستان دغه بیرغ او چترۍ ته څېرمه شوې وه. په موبایل اخیستل شوې وېډیوګانې ښيي چې دغه بیرغ په میدان کې پاتې دی او خلکو ترې شاوخوا منډې وهي.
د روغتيا وزارت چارواکو په وينا په دغه برید کې د وژل شو شمېر له ۶۱ اوښتی او له ۱۰۰ زيات کسان په کې ټپيان شوي، د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی داسې وېره شته چې د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د روغتيا وزارت چارواکو په وينا په دغه برید کې د وژل شو شمېر له ۶۱ اوښتی او له ۱۰۰ زيات کسان په کې ټپيان شوي، د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی داسې وېره شته چې د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.