هوايي ډزو د یوې افغانې ماشومې لاس او پښه فلج کړي
د لمانځنو لپاره لا هم په افغانستان او پښتونخوا کې ځينې خلک هوايي ډزې کوي، چې د مرگ ژوبلې سبب کېږي.
اوس چې اختر رانژدې شوى ځينو ته اندېښنه پيدا شوې چې بيا به خلک هوايي ډزې کوي.
رحمن الله په پېښور کې د يوې افغانې نجلۍ کېسه کوي چې له هوايي ډزو له کبله یې لاس او پښه فلج ده.