د عکسونو البوم:‌ د چاپیریال پر موضوع د عکسونو سیالۍ پایلې اعلان شوې

د اتکینز ۲۰۱۶ کال لپاره د چاپیریال اړوند تصویرونو سیالۍ کې د بېلو تصویرونو منځ کې د سارا لینډزستروم تصویر ( پراخ اور ) ګټونکی بلل شوی.

د اتکینز ۲۰۱۶ کال لپاره د چاپیریال اړوند تصویرونو سیالۍ کې د بېلو تصویرونو منځ کې د سارا لینډزستروم تصویر ( پراخ اور ) ګټونکی بلل شوی.
د عکس تشریح، د اتکینز ۲۰۱۶ کال لپاره د چاپیریال اړوند تصویرونو سیالۍ کې د بېلو تصویرونو منځ کې د سارا لینډزستروم تصویر ( پراخ اور ) ګټونکی بلل شوی.
د۲۰۱۶ کال لپاره لوکماسې تر ټولو ځوان عکاس بلل شوی دی، چې شیکاګو کې یې د یوه ټپوس عکس اخیستی. دغه مرغه په ۱۹۶۰ کلونو کې له منځه دتلو له ګواښ سره مخامخ و، خو په ۱۹۸۰ مو کلونو کې ورته پام ډېر او اوس یې وايي یوازې شکاګو کې ۲۲ جوړې شته، چې دغې یوې جوړې یې یوه بالکن کې ځاله جوړه کړې ده
د عکس تشریح، د۲۰۱۶ کال لپاره لوکماسې تر ټولو ځوان عکاس بلل شوی دی، چې شیکاګو کې یې د یوه ټپوس عکس اخیستی. دغه مرغه په ۱۹۶۰ کلونو کې له منځه دتلو له ګواښ سره مخامخ و، خو په ۱۹۸۰ مو کلونو کې ورته پام ډېر او اوس یې وايي یوازې شکاګو کې ۲۲ جوړې شته، چې دغې یوې جوړې یې یوه بالکن کې ځاله جوړه کړې ده
هندي عکاس ایس، ایل شانت د انسان له لاسه د رامنځته شوي کړکیچ په اړه د ۲۰۱۶ کال لپاره اتکین جایزه ګټلې ده. په دغه تصویر کې د هند چنای ( مدراس ) کې اوبه وینو چې وچه ځمکه لاندې کوي.
د عکس تشریح، هندي عکاس ایس، ایل شانت د انسان له لاسه د رامنځته شوي کړکیچ په اړه د ۲۰۱۶ کال لپاره اتکین جایزه ګټلې ده. په دغه تصویر کې د هند چنای ( مدراس ) کې اوبه وینو چې وچه ځمکه لاندې کوي.
جرمن عکاسې ساندرا هوین د ۲۰۱۶ کال لپاره د چاپیریال بدلون پر موضوع د سي ای ډبلیو اې ایم جایزه ګټلې ده. دهغې ګټونکی تصویر کې هغه واسکټونه لیدل کېږي، چې اوبو کې له ډوبېدو د ځانژغورنې لپاره یې له ترکيې څخه یونان ته تلونکي کډوال کاروي.
د عکس تشریح، جرمن عکاسې ساندرا هوین د ۲۰۱۶ کال لپاره د چاپیریال بدلون پر موضوع د سي ای ډبلیو اې ایم جایزه ګټلې ده. دهغې ګټونکی تصویر کې هغه واسکټونه لیدل کېږي، چې اوبو کې له ډوبېدو د ځانژغورنې لپاره یې له ترکيې څخه یونان ته تلونکي کډوال کاروي.
د چین په ګوانژو سیمه کې دوه کسان په داسې حال کې لیدل کېږي، چې کبان نیسي او دغه تصویر هم په نوملړ کې ټاکل شوی و
د عکس تشریح، د چین په ګوانژو سیمه کې دوه کسان په داسې حال کې لیدل کېږي، چې کبان نیسي او دغه تصویر هم په نوملړ کې ټاکل شوی و
د ایران پر لاراک ساحل د ګرځېدو پر مهال پویان شادپور له دغسې یوه ځلاند منظر سره مخامخ شو. دی وايي، کوچنیو کیمياوي ذراتو ټوټې چې د تازه اوبو له څنډو سره ګرځيدې او ( جادويي رڼا ) بلله کېږي، زما پام ځانته کړ او دغه عکس یې ورنه واخیست.
د عکس تشریح، د ایران پر لاراک ساحل د ګرځېدو پر مهال پویان شادپور له دغسې یوه ځلاند منظر سره مخامخ شو. دی وايي، کوچنیو کیمياوي ذراتو ټوټې چې د تازه اوبو له څنډو سره ګرځيدې او ( جادويي رڼا ) بلله کېږي، زما پام ځانته کړ او دغه عکس یې ورنه واخیست.
د راجو ګوش پام د هند کولکتې ښار د فلزاتو یوې کارخانې کې شته ککړې هوا ته اوښتی دی. نوموړی وايي، د کارخانې په هوا کې شته اوسپنیز ذرات نه یوازې هوا ککړوي، بلکې د کارکونکو روغتیا ته هم خطر دی.
د عکس تشریح، د راجو ګوش پام د هند کولکتې ښار د فلزاتو یوې کارخانې کې شته ککړې هوا ته اوښتی دی. نوموړی وايي، د کارخانې په هوا کې شته اوسپنیز ذرات نه یوازې هوا ککړوي، بلکې د کارکونکو روغتیا ته هم خطر دی.
ایتوپیا کې یوې کورنۍ پرېکړه کړې چې ۵۰ کلونو کې له بې ساري سختې وچکالۍ وروسته یو سیند ته نژدې کډه وکړي.
د عکس تشریح، ایتوپیا کې یوې کورنۍ پرېکړه کړې چې ۵۰ کلونو کې له بې ساري سختې وچکالۍ وروسته یو سیند ته نژدې کډه وکړي.