چين او لانجمن ټاپوګان
د جنوبي چین سمندرګي او ټاپوګانو په سر د چین له اندونېزیا او فلپین سره لانجه ده.
اندونېزیا وایي چې د نچونا ټاپوګان او شاوخوا سېمې یې د دوی ځانګړی اقتصادي مرکز دی.
چین بیا دعوه کوي چې د دوی کب نېونکو له کلونو راهېسې دلته کار کړی.
پر همدې مهال فلپین هم د جنوبي چین په پراخو سېمو د چین د ملکیت دعوا ننګولې ده.
اټکل دی په راتلونکو څو اونیو کې یوه نړېواله محکمه د نړۍ د دغې تر ټولو لویې شخړې په اړه حکم وکړي. خو چين لا وختې وېلي چې د محکمې هر ډول پرېکړه به دوی ته بې ارزښته وي.