ټولپوښتنه، پر بريتانيا د روسيې چوپتيا
له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو او یا پاتې کېدو په هکله د نړۍ ډېرو مشرانو خپل نظر څرګند کړی خو یوه مشر تر اوسه ځان غلى نیولی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامېرون وویل، که چېرې بریتانیا له اروپایي ټولنې ووځي ولسمشر پوتین به ډېر خوشحاله شي. خو ولې ولسمشر پوتین غلى دى؟