د بريتانيا ټولپوښتنه او اقتصاد
د جون په ۲۳ نېټه به بریتانویان اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد د پاتې کېدو یا وتلو په اړه ټولپوښتنه کې رايې ورکوي.
په دې ټولپوښتنه کې د بریتانیا اقتصاد هم له مهمو موضاګانو دی.
پر انټرنېټ د اقتصادپوهانو یوې نظرپوښتنې په ډاګه کړې، ۸۸ سلنه کسانو چې پوښتنو ته يې ځواب ويلی باور لري، که بریتانیا له اروپا راووځي نو اقتصاد ته به یې تاوان ورسېږي.
د بریتانیا دې ټولپوښتنې په اړه د رپوټونو په ځانګړې لړۍ کې دویم رپوټ چې حميد قيومي يې په کې د بریتانیا پر اقتصاد اغېز ته کتنه کړې ده.