اروپا په تړاو د بریتانیا ټولپوښتنه
ټاکل شوې د جون په ۲۳ نېټه بریتانویان اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد د پاتې کېدو یا راوتو په تړاو ټولپوښتنه کې برخه واخلي.
اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو او راوتو پلویانو د عامو خلکو رایو ورجلبولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
دا ټولپوښتنه د بریتانیا راتلونکي لپاره ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې بلل شوې.
د بریتانیا ټولپوښتنې په تړاو د بي بي سي پښتو ټلویزیون د رپوټونو ځانګړې لړۍ چمتو کړې.
په لومړي رپوټ کې حمید قیومي د دغې ټولپوښتنې ارزښت او په بریتانیا یې شونو اغېزو ته کتنه کړې.