نيپال کې د ښوونځي ۶۸ کلن زده کوونکی

دورګا کامي د نيپال يو تر ټولو مشر زده کوونکی دی. نوموړی ۶۸ کاله عمر لري. په ماشومتوب کې يې د بېوزلۍ له امله ښوونځی پرې ايښی و، چې اوس يې بېرته پيل کړی دی.

درګا کامي د بېوزلۍ له امله ونشوای کړی چې خپلې زده کړې بشپړې کړې، خو اوس يې پرېکړه کړې چې هغه هيله پوره کړه چې غوښتل يې ښوونکی شي.

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، درګا کامي د بېوزلۍ له امله ونشوای کړی چې خپلې زده کړې بشپړې کړې، خو اوس يې پرېکړه کړې چې هغه هيله پوره کړه چې غوښتل يې ښوونکی شي.
هره ورځ لکڼه په لاس ښوونځي ته يو ساعت مزل کوي.

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، هره ورځ لکڼه په لاس ښوونځي ته يو ساعت مزل کوي.
نوموړی اوس د لسم ټولګي زده کوونکی دی، د نور ټولګيوالو عمرونه يې له ۱۴ تر ۱۵ کلونو پورې دي.

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، نوموړی اوس د لسم ټولګي زده کوونکی دی، د نور ټولګيوالو عمرونه يې له ۱۴ تر ۱۵ کلونو پورې دي.
د ده ښوونکي وايي، دا لومړی ځل دی چې د خپل پلار په عمر زده کوونکي ته درس وايي. درګا کامي د شپږو اولادونو پلار او د اتو بابا دی.

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، د ده ښوونکي وايي، دا لومړی ځل دی چې د خپل پلار په عمر زده کوونکي ته درس وايي. درګا کامي د شپږو اولادونو پلار او د اتو بابا دی.
 ټولګيوال يې "با" بولي چې معنی يې پلار ده

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، ټولګيوال يې "با" بولي چې معنی يې پلار ده
خبريال ناويش بي بي سي ته ویلي، درګا کامي د لوړ عزم او حوصلې خاوند دی، دی د شپې د څراغ رڼا ته درس وايي.

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، خبريال ناويش بي بي سي ته ویلي، درګا کامي د لوړ عزم او حوصلې خاوند دی، دی د شپې د څراغ رڼا ته درس وايي.
درګا د ښوونځي په ټولو فعاليتونو کې برخه اخلي، نوموړی د والیبال لوبه هم کوي

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، درګا د ښوونځي په ټولو فعاليتونو کې برخه اخلي، نوموړی د والیبال لوبه هم کوي
نوموړي د رويټرز خبريال ناويش چترکار ته ويلي "زه د خپل غم غلطولو لپاره ښوونځي ته راځم، ځکه د خپلې مېرمنې له مړينې وروسته يوازې شوی يم"

د عکس سرچینه، REUTERSNAVESH CHITRAKAR

د عکس تشریح، نوموړي د رويټرز خبريال ناويش چترکار ته ويلي "زه د خپل غم غلطولو لپاره ښوونځي ته راځم، ځکه د خپلې مېرمنې له مړينې وروسته يوازې شوی يم"