عراقي ځواکونو د داعش په شاتمبولو کې پرمختګ کړی
د عراق حکومتي ځواکونو له فلوجې نه د "اسلامي دولت" نومې ډلې په شا تمبولو عملياتو کې پرمختګ کړی دی.
دوی چې د امريکا هوايي بريدونو ملاتړ او هم شيعه ملېشې ورسره ملګرې دي، د بغداد لوېديځ پنځوس کیلومترۍ کې يې د دغه ښار څنډو کې ځينې سيمې نيولې دي.
د راپورونو له مخې شاوخوا ۵۰ زره خلک لا تر اوسه ښار کې بند پاتې دي.