پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ځانګړې مرکه
د افغانستان مخکنى ولسمشر حامد کرزی وايي "طالبان بايد اعدام نه شي". له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې ښاغلي کرزي وويل د افغانستان جگړه د ده په وينا د پرديو ده او بايد افغانان په کې د تاوتريخوالي لار غوره نه کړي.
حامد کرزي له گلبدين حکمتيار سره د سولې د خبرو هرکلى هم وکړ.
زموږ همکار ايمل پسرلي ورسره مرکه کړې.