د طالبانو له "اعدامولو سره موافق نه يم"
د افغانستان مخکنى ولسمشر حامد کرزی وايي "طالبان بايد اعدام نه شي". له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې ښاغلي کرزي وويل د افغانستان جگړه د ده په وينا د پرديو ده او بايد افغانان په کې د تاوتريخوالي لار غوره نه کړي.
حامد کرزي له گلبدين حکمتيار سره د سولې د خبرو هرکلى هم وکړ.
ايمل پسرلي ورڅخه وپوښتل چې د کابل له هيلو سره سم ایا پاکستان به په خپله خاوره کې پر افغان طالبانو بريد وکړي؟
له نوموړي سره بشپړه مرکه د دوشنبې پر ورځ خپرېږي