ايا د اعدام سزا د جنايتونو مخنيوى کوى شي؟
په کابل ښار کې د سړي تښتونکو له خوا د یوه ١٤ کلن ماشوم، اباسین ځاځي، وژنې د خلکو اعتراضونه راپارولي. یو شمېر خلکو دې تښتونکو ته چې په توقیف کې دي، د اعدام د سزا غوښتنه کړې ده.
څه فکر کوئ د اعدام سزا د جرمونو مخه نيولى شي؟
سپين تڼى ستاسې نظر خپرونې کې اورېدونکو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند، ډاکتر رفیع الله بیدار، سره غږېدلى دی .