د فراه ولايت کلاوې په انځورونو کې
د افغانستان فراه کې یوه ځوان انځورګر هوډ کړى چې د دغه ولايت لرغونې سیمې او کلاوې د انځورونو پر مټ نورې نړۍ ته ور وپېژني.
دى وايي که بهرني سېلانیان فراه ته نه ځي نو دی به لرغونې سیمې په تابلوګانو کې ور ولېږي. د فرېدون کلا، لومړنۍ ودانۍ ده چې انځور شوې.
محمد قاضي زاده يې ليدو ته ورغلى دی.