ستاسو غږ: خلک ولې له زغم او حوصلې کار نه اخلي؟
ستاسو غږ پروګرام کې د زغم په اړه غږېږو. په افغاني ټولنه کې د تاوتریخوالي ډېرې داسې پېښې په ورځني ډول رامنځته کېږي، چې لامل یې د زغم نشتوالی وي.
ډېری وختونه داسې شخړې او جنجالونه د صبر او حوصلې د نه درلودو له امله رامنځته شي، چې له ځاني او مالي تاوانونو وروسته یې بیا هم د جرګو، مرکو یا هم له قانوني لارو د اواري هڅې کېږي.
دا د ژوند په ټولو برخو کې لیدل کېږي. له دیني او ټولنیزو مسلو نیولې تر سیاسي او اقتصادي ناندریو. په پښتو کې متل دی، چې د لږ ساعت زغم، د ټول کال خرڅ دی.
خو په عملي ژوند کې دې ټکي ته پام نه کېږي.
د افغانستان په څېر اوږدمهالو کړکېچونو او شخړو د اوارولو لپاره په ټولنه کې د زغم عامېدل ډېر مهم ګڼل کېږي.
نن یې له تاسې اورو، چې خلک ولې له زغم او حوصلې کار نه اخلي؟ څه کېدای شي، چې په ټولنه کې د زغم او صبر کلتور عام شي.
ابراهيم اميري د دې پروګرام کوربه دی.