ننګرهار کې ځانمرګی برید

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي په جلال اباد کې د ننني ځانمرګي برید له امله لږ ترلږه دوه پوليس وژل شوي دي. انځورونه له ننګرهاره آزاد عکاس میلاد حمیدي راستولي دي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي په جلال اباد ښار کې د یوه ځانمرګي برید پخلی کوی.
د عکس تشریح، د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي په جلال اباد ښار کې د یوه ځانمرګي برید پخلی کوی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاو الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، ځانمرګي بریدکوونکي د پولیسو یو موټر په نښه کړی چې په پایله کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوې دي. هغه د یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم وکړه خو کره شمېره یې وړاندې نه کړه.
د عکس تشریح، د ننګرهار ولایت ویاند عطاو الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، ځانمرګي بریدکوونکي د پولیسو یو موټر په نښه کړی چې په پایله کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوې دي. هغه د یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم وکړه خو کره شمېره یې وړاندې نه کړه.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید د جلال اباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې د پولیسو پر رېنجر تر برید وروسته دوه بریدګر د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه یوه مېلمستون ته ننوتي دي.
د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید د جلال اباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې د پولیسو پر رېنجر تر برید وروسته دوه بریدګر د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه یوه مېلمستون ته ننوتي دي.
پولیسو سیمه محاصره کړې او د بریدګرو د وژلو لپاره یې عملیات پیل کړې دي. په سیمه کې عیني شاهدان وایي، لا هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
د عکس تشریح، پولیسو سیمه محاصره کړې او د بریدګرو د وژلو لپاره یې عملیات پیل کړې دي. په سیمه کې عیني شاهدان وایي، لا هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
دا انځورونه په ننګرهار کې آزاد عکاس میلاد حمیدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي ډي.
د عکس تشریح، دا انځورونه په ننګرهار کې آزاد عکاس میلاد حمیدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي ډي.