"ټولو طالب ډلو سره به د سولې خبرې کېږي"

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له ټولو طالب ډلو سره به د سولې خبرې کېږي.

د بهرنيو چارو د سياسي چارو مرستيال حکمت خليل کرزي چې د اسلام اباد له غونډې کابل ته ستون شوى، ويلي د خبرو لپاره وخت ډېر نه دى.

راتلونکې اوونۍ کابل کې د څلورو هېوادونو استازې بيا خبرو ته کښېني.

سيد عبدالله نظامي په کابل کې د بهرنيو چارو له وزارته وروستي جزييات وړاندې کوي.