ظاهر قدير: پاڅون کوونکو د داعش غړي وژلي وو
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر په ننګرهار کې د داعش د پنځو غړو د سر پرې کولو پېښې څخه په ظاهره ځان بېل بللى، او ويلي يې دي چې دا کار پاڅون کوونکو کړى.
خو د دې وژنې غندنه يې هم ونه کړه.
ښاغلي قدير د ننګرهار پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه او ادعا يې وکړه چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد اغېزمن څه نه وو کړي ځکه نو د ده په ټکو ولسي خلک راپورته شول.
بي بي سي سره ځانګړې مرکې کې نوموړي يو ځل بيا خپله دغه ادعا تکرار کړه چې د ننګرهار ځينو سيمو کې الوتکې وسله والو ته د مرستو لپاره ناستې کوي.
زمونږ همکار سیدعبدالله نظامي ته ظاهرقدیر ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړې په اړه خپل غبرګون ښودلی.