کډوالو څرنګه بريتانيا شتمنه کړې؟
د ملګريو ملتونو د نويو شمېرو له مخې سږ کال له يو ميليون زيات کډوال اروپا ته رسېدلي، چې ډېر یې د سمندر له لارې اوښتي دي.
ويل کېږي د دغو کډوالو نيم یې د سوريې دي، چې له جګړې په تېښته یې خپلې مېنې پرې ايښې دي.
ځينې يې بيا اقتصادي کډوال دي چې د غوره ژوند په لټه له بېوزلۍ تښتېدلي دي.