هلمند والي: سنګين ولسوالۍ مو تر ولکې لاندې ده
افغانستان کې د هلمند والي وايي سنګين د طالبانو ولکه کې نه دى کېوتى او حالات هغومره خراب نه دي چې رسنيو کې يې راپورونه ورکول کېږي.
له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې والي مرزا خان رحيمي هغه خبرې رد کړې چې ګواکې په هلمند کې د چارواکو ترمنځ همغږي نشته.
ښاغلي رحيمي له اوليا اطرافي سره لښکرګاه کې خبرې کړې چې پيل کې د سنګين پر حالت غږېږي.