افغانستان کې د انټرنېټ له لارې کارموندنه
افغانستان کې د کارموندنې لپاره اوس ګڼې انټرنېټ پاڼې کار کوي، دغو وېبپاڼو تر ډېره بې روزګاره خلکو ته د شرايطو او دندو څرک لګولو چاره لنډه کړې ده.
افغانستان کې که اوس هره دولتي او نادولتي اداره خپله پاڼه لري، خو د کار موندنې اعلانونو ته شاوخوا لس نورې ځانګړې شوې پاڼې هم شته.
زموږ همکارې زمزمې نيازۍ د ډيجيټل اوونۍ په پلمه د دغو پاڼو اغېز ته کتنه کړې.