افغانستان کې د ټکنالوژۍ پرمختګونو ته کتنه
افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې په مخابراتي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. تر څو کلونو وړاندې پورې هلته د موبایل کاروونکو شمېر ډېر نه وو، د مخابراتي خدماتو لګښت لوړ و او انټرنېټ ته هم ډېرو کمو خلکو لاسرسی لاره.
اوس د وروستیو شمېرو له مخې افغانستان کې تر ۲۴ مېلیونو ډېر خلک موبایل کاروي او شاوخوا ۳ مېلیونه نور بیا ۳جي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په ډېجېټل او مخابراتي برخه کې د افغانستان راتلونکی روښانه ګڼل شوی.