دوبۍ کې هوايي نندارتون
په متحده عرب اماراتو کې تېره اوونۍ د دوبۍ هوايي نندارتون جوړ شوی و.
دا د الوتکو او الوت وسايلو نندارې يو تر ټولو ستر فعاليت و، چې څه د پاسه زرو وړاندې کوونکو په کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.
د دوبۍ مخکنی هوايي نندارتون د سوداګريزو الوتکو ريکارډ کچې پلور درلود، خو تېره اوونۍ بيا په کې پام تر ډېره پر دفاعي راکړې ورکړې و.