چينايي شرکتونه هند کې فابريکې پرانيزي
په دوديز ډول ډېرو نړيوالو شرکتونو د ارزانه کاري ځواک په مټ د خپل صنعت د غوړاوي لپاره چين ته مخه کوله.
خو اوس بيا ډېر چينايي شرکتونه په هند کې فابريکې پرانیزي.
دا د هند لپاره د خوښۍ خبره ده چې د صنعتي چارو پرمختيا کې يې خپل لومړيتوب ټاکلی دی.
نو دا چينايي کاروبارونه چې هند کې پانګونه کوي د جذب څه نښې په کې ګوري.