د افغانستان او پاکستان زوروره زلزله

افغان چارواکي وايي د مړو شويو کسانو شمېر یې تر دې مهاله له سلو اوښتی، خو پاکستان کې بيا د مړيو شمېر لږترلږه ۲۳۰ ښوول شوی دی.

د دې ځواکمنې زلزلې له امله دواړو هېوادونو کې سلګونه نور ټپیان شوي هم دي.

افغان ولسمشر اشرف غني زلزله ځپلو سيمو کې خلک هڅولي چې له ژغورونکو سره مرسته وکړي.