د اروپا پارلمان د ډرون کارولو لپاره قوانینو باندې رایه ورکوي

په دې وروستیو کلونو کې د سوداګریزو موخو لپاره د ډرون کارول ډېر شوي دي. ځینې لویې کمپنۍ یې د توکو لېږلو لپاره کاروي.

په ډرون ډېر ښکلي انځورونه او فلمونه اخیستل شوي خو زموږ د اسمانونو له بوختېدو سره، د دې بې پیلوټه الوتکو د امنیت او خوندي توب په اړه پوښتنې هم پيدا شوې دي.

اوس اروپايي پارلمان د ډرون کارولو لپاره قوانینو باندې رایه ورکوي.