د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د تنکي افغان ځوان سفر
سږ کال د افغانستان د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله تر څنګ یو ۱٣ کلن تنکی ځوان هم د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته ځي.
د ماشومانو د ژغورنې ټولنه وايي سمیر نبي د لسګونو ماشومانو له منځه غوره شوى چې د افغان ماشومانو د زړه خبرې د نړۍ مشرانو ته ورسوي.
نيويارک ته تر تگ وړاندې په کابل کې زموږ همکاره نجما ځلا له سمیر غږېدلې.