په چایو او کافي کې د حافظې ماڼۍ

هندوستان د (هند کافي کورونو) په نامه د چایو او کافي پلورولو یو ملي شرکت لري. سټورټ فریډمن هڅه کړې د همدغو کورونو او دوکانونو له لارې دغه هېواد ته سفر وکړي.

عکاس سټورټ فریډمن هند ته خپل سفر (د حافظې ماڼۍ) نومولی او د دغه سفر په ترڅ کې د (هند کافي کورونو) باندې ګرځېدلی چې په دغه هېواد کې د چایو او کافي پلورولو د یوه ملي شرکت دوکانونه دي.
د عکس تشریح، عکاس سټورټ فریډمن هند ته خپل سفر (د حافظې ماڼۍ) نومولی او د دغه سفر په ترڅ کې د (هند کافي کورونو) باندې ګرځېدلی چې په دغه هېواد کې د چایو او کافي پلورولو د یوه ملي شرکت دوکانونه دي.
دغه شرکت د هند بنګلور ښار کې په ۱۹۵۰ لسیزه کې جوړ شو او څانګې یې په چټکۍ سره ټول هېواد ته وغځېدلې.
د عکس تشریح، دغه شرکت د هند بنګلور ښار کې په ۱۹۵۰ لسیزه کې جوړ شو او څانګې یې په چټکۍ سره ټول هېواد ته وغځېدلې.
د عکسونو د دغې پروژې لپاره، فریډمن هند کې د دغه شرکت څه دپاسه ۳۰ عمده دوکانونو ته سفر وکړ. دا په جېپور ښار کې د هند کافي کور کارکونکی، ښاغلی سري کومار دی.
د عکس تشریح، د عکسونو د دغې پروژې لپاره، فریډمن هند کې د دغه شرکت څه دپاسه ۳۰ عمده دوکانونو ته سفر وکړ. دا په جېپور ښار کې د هند کافي کور کارکونکی، ښاغلی سري کومار دی.
د کلکتې په ښار کې د هند د کافي کور څه دپاسه ۵۰ کاله مخینه لري. دا هغه ځای دی چې سیاستوال، فعالان او پوهان د چایو او کافي څښلو په پلمه په کې بحثونه کوي.
د عکس تشریح، د کلکتې په ښار کې د هند د کافي کور څه دپاسه ۵۰ کاله مخینه لري. دا هغه ځای دی چې سیاستوال، فعالان او پوهان د چایو او کافي څښلو په پلمه په کې بحثونه کوي.
په ډیلي کې، دغه دوکان د یوه بازار په سر موقعیت لري او اوس یې هم چارې د هند د کافي شرکت کارکونکوي پر مخ وړي.
د عکس تشریح، په ډیلي کې، دغه دوکان د یوه بازار په سر موقعیت لري او اوس یې هم چارې د هند د کافي شرکت کارکونکوي پر مخ وړي.
فریډمن لیکلي: "د هند کافي دوکانونو ماته د انګلستان پخواني کافي دوکانونه را په یاد کړل". (په کولوم کې د هند د کافي کور).
د عکس تشریح، فریډمن لیکلي: "د هند کافي دوکانونو ماته د انګلستان پخواني کافي دوکانونه را په یاد کړل". (په کولوم کې د هند د کافي کور).
"باران، سګرټ او بړاس لرونکې کړکۍ. په ښار کې داسې ځای چې تاسو ترې نړۍ لیدلی شئ."
د عکس تشریح، "باران، سګرټ او بړاس لرونکې کړکۍ. په ښار کې داسې ځای چې تاسو ترې نړۍ لیدلی شئ."
د کېرالا ایالت په کوټیام سیمه کې د هند د کافي په کور کې د یوې دمې پر مهال کارکونکوي خاندي او ټوکې کوي.
د عکس تشریح، د کېرالا ایالت په کوټیام سیمه کې د هند د کافي په کور کې د یوې دمې پر مهال کارکونکوي خاندي او ټوکې کوي.
ډېوي لیوېس د سټورټ فریډمن له خوا لیکل شوی د دغې پروژې یو کتاب، د حافظې ماڼۍ: د هند کافي کور کیسې، خپور کړی.
د عکس تشریح، ډېوي لیوېس د سټورټ فریډمن له خوا لیکل شوی د دغې پروژې یو کتاب، د حافظې ماڼۍ: د هند کافي کور کیسې، خپور کړی.