نړۍ کې د مارانو له چیچلو د مړینې کچه ولې په لوړېدو ده؟
يوې طبي خيريه ټولنې خبرداری ورکړی، ګنې د مارانو له چيچلو د مړينې کچه ځکه په لوړېدو ده، چې د زهرو ضد درمل زېرمې یې په ختمېدو دي.
هر کال ماران شاوخوا سل زره خلک وژني، چې يو پر درې یې د افريقا نيمه بېديا يا د صحرا جنوب سيمو کې وي.
هغه فرانسوی شرکت چې د مار زهرو ضد درمل جوړوي، وايي دا له سوداګريز پلوه نور نه شي پايېدی.