په بریتانیا کې د نړۍ تر ټولو لرغونى قران شريف
په بریتانیا کې د قران شریف تر ټولو زړې پاڼې موندل شوې دي.پر دې پاڼو د کاربن ازموینو ښودلې چې تاریخ یې اوومې پېړۍ ته رسېږي.
د برمېنګهم په پوهنتون کې څېړونکي وايي، د دې پاڼو لیکونکي ښايي خپله پېغمبر محمد ص لیدلی او د تبلیغ پر مهال اورېدلی وي.