افغان جوړ لمریز موټر چې کابل کې یې د خلکو پام ځانته اړولی
په پاکې انرژۍ، داسې چې لوگى جوړ نه کړي، د موټرو چلول د ډېرو هيله ده.
په نړۍ کې په برېښنا چلېدونکي موټر دود شوي دي او دا دى اوس په کابل کې د پوهنتون يوه محصل له کال خوارۍ وروسته په دې توانېدلی لمزیر موټر جوړ کړي.
پر دغه موټر چې پنځه زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، د ډېرو پام يي ځان ته راړولی.
زموږ همکار سید عبدالله نظامي د کابل په یوه واټ څو شېبې د دغه موټر ننداره کړې.