په تاجکستان کې د حجاب په سر لانجې
تاجکستان کې د ښځو پر پړونو او حجابونو بنديز لګېدلی دی.
د دغه هېواد چارواکي وايي حجاب، بورکه او تور پړوني د تاجکستان له ملي دودونو مخالف کار دی.
د اسلامي جامو پلويان وايي له حقونو یې سرغړونه کېږي، خو د حکومت بيا دليل دا دی، چې په ټولنه کې يې توندلاري ورسره زياتېږي.
بي بي سي له دوو ښځو سره کتلي، چې يوه يې اسلامي جامې غوره بولي، او د بلې يې بيا ملي او اروپايي جامې خوښېږي.