امریکا کې یو سپین پوستی پولیس د یوه بې وسلې تورپوستي پر وژلو تورن شوی
یو سپین پوستی پولیس د امریکا په جنوبي کارولینا کې د یو تورپوستي په وژنه تورن شوی دی. دغه تورپوستی هغه مهال وژل شوی چې د تېښتې په حال کې و.
دغه پولیس افسر وروسته له هغه په وژنه تورن شو چې په شمالي چارلستن سیمه کې د شنبې ورځې دې پېښې ویډیو راووته.
دا په دې وروستیو کې په امریکا کې د پوليسو په لاس د تور پوستو د وژنې د پرله پسې پېښو پر سر له احتجاجونو وروسته کېږي.
د دې ویډیو ځينې ځايونه ښایي درته زړه بدوونکي وي.