د م.م د وسلو پېروپلور کنټرولولو نړیوال تړون
که د ډېورېنډ کرښې دواړه غاړې خلک د جګړې له اور په ژور کړاو کې دي، په نړيواله کچه يې يو بل پرمختګ بيا د خلاصون هيلې راټوکولې دي.
د وسلو پېروپلور کنټرولولو يو نړیوال تړون سر له نننه پلی کېږي.
مبارزچیان هيلمن دي دا تړون به په جرمونو او ټولوژنه کې د وسلو کارولو مخنيوی وکړي.
امريکا چې له نورو ډېره وړاندې د وسلو ستره توليدوونکې ده، لا به د ملګريو ملتونو دا تړون لاسليکوي، چې تراوسه ۱۳۰ هېوادونو لاسليک کړی، خو چين او روسیې یې له منلو ډډه کړې ده.