د افغانستان لوېدیځ کې د غالیو د صنعت ستونزې

د افغانستان په لویدیځ کی د غالیو د صادرونکو ټولنې ویلي چې د تېرو دوو کلونو پرتله په سیمه کې د غالیو د تولید کچه پنځوس سلنه راټیټه شوې ده. نوموړې ټولنه وایې ګڼ شمېر هغه کسان چی مخکې یې غالۍ تولیدولې د اقتصادی ستونزو له کبله له خپله کاره لاس په سر شوي دي.

د غالیو صادرونکو ټولنه وایي ګڼ شمېر هغه کسان چی مخکې یې غالۍ تولیدولې د اقتصادی ستونزو له کبله له خپله کاره لاس په سر شوي دي.
د عکس تشریح، د غالیو صادرونکو ټولنه وایي ګڼ شمېر هغه کسان چی مخکې یې غالۍ تولیدولې د اقتصادی ستونزو له کبله له خپله کاره لاس په سر شوي دي.
دغې ټولنې د افغانستان له نوي حکومته غوښتي چې د دې صنعت د لا پیکه کېدو مخنیوی وکړي.
د عکس تشریح، دغې ټولنې د افغانستان له نوي حکومته غوښتي چې د دې صنعت د لا پیکه کېدو مخنیوی وکړي.
د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کی د چارواکو په وینا د غالیو د تولید کچه په تېردو دوو کلونو کی په پرله پسی توګه د راټيټېدو په حال کې ده.
د عکس تشریح، د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کی د چارواکو په وینا د غالیو د تولید کچه په تېردو دوو کلونو کی په پرله پسی توګه د راټيټېدو په حال کې ده.
په سیمه کی د غالیو د صادروونکو ټولنې، سره له دې چی سږ کال په لوېدیځو ولایتونو کی د ټولو تولید شویو غالیو کچه نه ده ښودلې خو وایي دوه کاله مخکې شاو خوا ۳۰۰ زره تنه د افغانستان په لوېدیځ کی د غالیو د تولید په ډګرونو کی په کار بوخت وو خو په وینا یې اوس دغه شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته راټیټ شوی دی.
د عکس تشریح، په سیمه کی د غالیو د صادروونکو ټولنې، سره له دې چی سږ کال په لوېدیځو ولایتونو کی د ټولو تولید شویو غالیو کچه نه ده ښودلې خو وایي دوه کاله مخکې شاو خوا ۳۰۰ زره تنه د افغانستان په لوېدیځ کی د غالیو د تولید په ډګرونو کی په کار بوخت وو خو په وینا یې اوس دغه شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته راټیټ شوی دی.
د افغانستان په لوېدیځ کی د نوموړې ټولنې مشر عبدالرسول فایق وایي په قاچاقي توګه د ټیټ کیفیت لرونکي خام توکي واردېږي او له بلې خوا په قانوني توګه پر خامو توکو ګمرکي محصول هم لوړ دی.
د عکس تشریح، د افغانستان په لوېدیځ کی د نوموړې ټولنې مشر عبدالرسول فایق وایي په قاچاقي توګه د ټیټ کیفیت لرونکي خام توکي واردېږي او له بلې خوا په قانوني توګه پر خامو توکو ګمرکي محصول هم لوړ دی.
ښاغلی فایق له نوي حکومته غواړي چی د غالیو د صنعت د ودې لپاره یو حمایوي صندوق جوړ کړای شي.
د عکس تشریح، ښاغلی فایق له نوي حکومته غواړي چی د غالیو د صنعت د ودې لپاره یو حمایوي صندوق جوړ کړای شي.
ښاغلی فایق وایي "که د هغو کسانو لپاره چی د غالیو د تولید په ډګرونو کې کار کوي حمایوي صندوق جوړ او د غالیو پر خامو توکو ګمرکي محصول راټیټ شي نو د دې امکان شته چی یو ځل بیا د غالیو صنعت په افغانستان کی وده وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي".
د عکس تشریح، ښاغلی فایق وایي "که د هغو کسانو لپاره چی د غالیو د تولید په ډګرونو کې کار کوي حمایوي صندوق جوړ او د غالیو پر خامو توکو ګمرکي محصول راټیټ شي نو د دې امکان شته چی یو ځل بیا د غالیو صنعت په افغانستان کی وده وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي".
سره له دې چې غالۍ اوس هم د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي خو چارواکي وایي د دغه هېواد ډیری غالۍ د پاکستان له لارې د نوموړي هېواد د تولیداتو په نامه نورو هېوادو ته صادرېږي.
د عکس تشریح، سره له دې چې غالۍ اوس هم د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي خو چارواکي وایي د دغه هېواد ډیری غالۍ د پاکستان له لارې د نوموړي هېواد د تولیداتو په نامه نورو هېوادو ته صادرېږي.
سیمه ایز چارواکي وایي د غالیو د تولید کچه یوازې د افغانستان په لوېدیځ کې نه بلکې د دې هېواد په نورو سیمو کی هم راټيټه شوې ده.
د عکس تشریح، سیمه ایز چارواکي وایي د غالیو د تولید کچه یوازې د افغانستان په لوېدیځ کې نه بلکې د دې هېواد په نورو سیمو کی هم راټيټه شوې ده.