د اېبولا ناروغي، د هوايي شرکتونو نوی سرخوږی
لږ، په ځنډ او ورو، دا هغه توري دي چې ښايي په لويديځه افريقا کې د ايبولا په وړاندې د نړيوالې ټولنې غبرگون ته وويل شي.
د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشرې ټکي په ټکي همدا خبرې کړي. دا وايي اوس هغه وخت راغلى چې د دې ناورين مخه ونيول شي.
په همدې ترڅ کې نړيوال هوايي شرکتونه له نوي سرخوږي سره مخامخ شوي چې د ايبولا د ناروغانو د لېږد له امله محاکمه کېږي.