سکاټلنډ کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه، وروستۍ شېبې
د بريتانيا سکاټلنډ د دليلونو او بحثونو لپاره وروستۍ ورځ لري، چې بيا به خپله پرېکړه کوي، دا چې د بریتانيا دننه پاتې کېدا ورته غوره ده، که ترې وتل؟
د سختو هلوځلو دغه مبارزه کې د دواړو خواوو له لوري ډېرې ژمنې، ګوتڅنډنې او ګواښونه شوي دي. خو چې د پرېکړې ورځ رارسېږي،
د زړه نازړه رايه ورکونکو شمېر لا ډېر دی، او د مبارزې وروستی پړاو د دوی له زړونو او رايو سره تړلی دی.