د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د عمل تابيا

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له يو شمېر سني عرب هېوادونو سره خبرو لپاره د سعودي جدې ته رسېدلی دی.

دی هلته د اسلامي دولت په نامه ډلې پر وړاندې د ولسمشر اوباما سټراټيژۍ لپاره د ملاتړ راغونډولو هڅه کوي.

تېره شپه ولسمشر اوباما د دې پخلی وکړ چې امريکا به د دغې ډلې پر وړاندې د پراخ ائتلاف ملاتړ کوي، او د لومړي ځل لپاره يې د دغو اورپکو پر وړاندې د سوريې دننه هم د امريکا هوايي بريدونو ته زرغونه اشاره ورکړه، خو د خپلو جګړه ييزو ځواکونو استولو خبره يې رد کړه.