اسلامي دولت په نامه ډلې سره جګړه
په تېر شاوخوا يوه ساعت کې د عراق له پلازمېنې بغداده د څو موټر بمي بريدونو راپورونه ورکړل شوي، چې لږترلږه لس کسان یې وژلي دي.
دا پېښې په داسې وخت کې کېږي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري بغداد ته رسېدلی، او هلته د يووالي نوي حکومت له مشرانو سره کتلی دي.
دا منځني ختيځ ته د ښاغلي کېري د سفر لومړی تمځای دی، چې په ترڅ کې به يې د اسلامي دولت په نامه ډلې پر وړاندې جګړې لپاره ملاتړ راغونډوي.
دغه ډله اوس د عراق او سوريې لروبر پر ځينو مهو سيمو ولکه لري.
ټاکل شوې نن وروسته ولسمشر اوباما د اسلامی دولت ډلې ماتولو لپاره خپله سټراټيژي په ډاګه کړي.