"د پنځمې مېرمنې په هيله" افغان هنري فلم
د پنځمې مېرمنې په هیله، د هغه افغان هنري فلم نوم دی چې په کابل کې د ګڼو مینه والو او چارواکو پر مخ نندارې ته وړاندې شو.
دا فلم په افغانستان کې جوړ شوی چې تر اوسه یې د هندوستان په ګوا او د امریکا په بوسټن نړیوالو فیسټوالونو کې جایزې ګټلې دي.
زموږ همکار کریم حیدري د دې فلم نندارې ته ورغلی و او دا ریپورټ یې پرې را لیږلی.