BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
سعودي عربستان کې افغان حاجیان
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۹ وږی ۱۳۹۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۱۴
د هېواد له ګوټ ګوټه شاوخوا ۲۴۰۰۰ افغانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
د عکس تشریح،
د هېواد له ګوټ ګوټه شاوخوا ۲۴۰۰۰ افغانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
د عکس تشریح،
حاجیان د حج له مراسمو نه مخکې یا وروسته تر ۸ ورځو پورې په مدینه منوره کې پاتې کېږي او خپل پنځه وخته لمونځ په نبوي جومات کې ادا کوي.
د عکس تشریح،
په تېرو کلونو کې حاجیانو د خپل استوګنې ځای او نبوي جومات تر منځ له ډېر واټنه شکایت کړی او چارواکي یې په ناغېړۍ تورن کړي وو.
د عکس تشریح،
په روان کال کې د افغانستان حاجیان نبوي جومات ته مخامخ په هوټلونو کې ځای پر ځای شوې دي او اوس د ډېر واټن ستونزه نه لري.
د عکس تشریح،
د حج د مراسمو په رانږدې کېدو سره د مدینې منورې بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي ځکه حاجیان په کې د تحفو په اخیستلو بوخت وي.
د عکس تشریح،
ځینې دوکانداران وايي چې د فرضي حج د مراسمو په پرتله د عمرې حج پر مهال یې پېر او پلور ډېر وي.
د عکس تشریح،
خرما، تسبیح، جای نماز، کالي، څادرونه او خولۍ هغه څیزونه دي چې حاجیان یې په مدینه منوره کې پېري.
د عکس تشریح،
د نورو هېوادنو د حاجیانو په پرتله د ترکیې حاجیان ډېره سودا کوي.
د عکس تشریح،
د حاجیانو لپاره ځانګړې بسونه چمتو شوې چې د لېږد را لېږد لپاره یې کارېږي.
د عکس تشریح،
په افغانانو کې ډېری حاجیان د زوړ عمر دي او داسې باور دی چې همدا چاره د ستونزو او جنجالونو د را پیدا کېدو لامل شوې ده.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology