د ایبولا ناروغي او د کابو کېدا لګښت یې
د ایبولا ناروغي، په اړه به مو يې دې ورځو کې ډېر اورېدلي وي، چې د خپرېدو له امله يې اندېښنې په زیاتېدو دي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي د دې ناروغۍ کابو کول کېدی شي شپږ مياشتې وخت ونيسي او کار يې په ۴۹۰ ميليون ډالرو تمام شي.
د فرانسې او بريتانيا هوايي کرښو په ګډون يو شمېر هوايي شرکتونو د سيراليون او لايبېريا پلازمېنو ته خپلې الوتنې ځنډولې، او له امله يې داسې شکایتونه راپورته شوي چې له ايبولا ځپلو هېوادونو سره توپيري چلن کېږي.