د ایبولا له وېرې خلک له کورونو نه شي راوتلی
د سيراليون حکومت د ايبولا د ويروس د کابو کولو لپاره يو پلان جوړ کړى دی.
د د ې پلان له مخې به څلور ورځو لپاره خلک اجازه ونه لري چې له خپلو کورونو راووځي.
دغې مرگوني ناروغۍ د لويديځې افريقا ډېر هېوادونه ځپلي دي.
د سيرا ليون د ولسشمر يوه سلاکار وويل دغه لاري چاري به روغتيا پالانو ته دا موکه ورکړي چې د ايبولا د ناروغۍ نوي قضیې معلومې کړي او مخه يې ونيسي.
لندن مېشت افغان ډاکټر نصير احمد حبيبي د سراليون د حکومت پر نوو لارو چارو تم شوی.