کرزی: د پغمان پېښې عاملین به علني اعدامېږي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پغمان کې پر څلورو افغان مېرمنو د ډله ییز تېري تورنو ته له سترې محکمې د ژر اعدام غوښتنه کړې ده. کرزي کابل کې د ښځو یوې ډلې ته ویلي، هیله یې دا ده چې دغه کسان علني اعدام شي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پغمان کې پر ځینو افغان مېرمنو د ډله ییز جنسي تېري او لوټ تورنو ته د ژر اعدام غوښتنه کړې ده.
نوموړي په کابل کې د ښځو یوې ډلې ته په وینا کې د افغانستان له قاضي القضات نه وغوښتل، چې تورن کسان ژر او په علني توګه اعدام شي: