پاکستان کې داعش پلوه مهالنۍ

په پاکستان کې يوه مهالنۍ په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې په ملاتړ خپره شوې چې په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي.

دا مهالنۍ په پېښور کې پر افغان مېشتو سيمو کې وېشل شوې ده.

په پاکستان کې پخوا هم د اورپکو په ملاتړ خپرونې شوې دي.

خو خبريالان وايي د اسلامي دولت ملاتړې مهالنۍ د دې ښکارندويي کوي چې دغه اورپکې ډله اوس تر ډېورنډ کرښې خپل اغېز خپروي.